Home » سیمه او نړی » د امریکا ۱۰ ایالتونه د ځنګلي اورونو له خطر سره مخامخ دي
رویداد خبري آژانس

د امریکا ۱۰ ایالتونه د ځنګلي اورونو له خطر سره مخامخ دي

ځنګلي اورونو د امریکا په لسو لوبدیځو ایالتونو کې کورونو لمبه کړي او په زرګونه کسان یې د خپلو کورونو پرېښدودلو ته اړ کړي دي.

دغو اورونو د سه شنبې په ورځ (چنګاښ ۲۲مه نېټه) په ځانګړې توګه په اوریګن ایالت زور اخیستی او د کالیفورنیا ایالت د بریښنا سیستم یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د متحده ایالاتو د اوروژنې د ملي مرکز په وینا د الاسکا ایالت څخه نیولې تر وایمینګ ایالت پورې نژدې ۶۰ ځایه په وچو ځنګلي سیمو کې اور بل دی چې په متحده ایالاتو کې د ټول لګیدلي فعال اور نیمایي برخه په اریزونا، اداهو او منټانا ایالتونو کې ده.

په تیرو څو اونیو کې د ګرمۍ د درجې د لوړیدلو په نتیجه کې په لویدیځو ایالتونو کې ځنګلي اورونه بل شوي او ساینسپوهان وایي چې د اقلیم بدلون دغې بیسارې وچکالۍ نور هم دغه اورونه خطرناک کړي دي.

د امریکا د هوا پیژندنې ملي اداره وایي په زیاتو سیمو کې د ګرمۍ څپي اوج ته رسیدلي او اټکل کیږي چې دغه بیحده ګرمي د سه شنبې د ورځې په پای کې راټیټه شي.

د نیوادا ایالت د شمالي سیمو څه دپاسه ۳۰۰۰ اوسیدونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د خپلو کورونو څخه ووځي.

په کالیفورنیا ایالت کې د برېښنا د لیږد د درې لینونو فعالیت چې ۵۵۰۰ میګاواټ برېښنا دغه ایالت ته لیږدوي ګډوډ شوی دی او د کالیفورنیا ایالت د برېښنا ادارې له خلکو غوښتي چې د برېښنا د ذخیره کولو په مقصد د شپې له خوا د برېښنا څخه استفاده کمه کړي.

د امریکا په لویدیځ کې د جولاۍ د میاشتې د ګرمۍ څپې د جون د میاشتې د غیر عادي ګرمۍ وروسته رامنځته شوې چې په سیمه کې د سختې وچکالۍ نتیجه ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...