د امریکا په استازو جرګه کې د دواړو لویو ګوندونو یو شمېر استازو په ګډه په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د مېشتولو په تړاو یوه قانوني طرحه وړاندې کړې ده.
که ومنل شي، دا قانون به هغو لسګونو زرو افغانانو ته په امریکا کې د دایمي مېشتېدنې لار برابره کړي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته امریکا ته بېول شوي دي.
په هغوی کې زرګونه کسان اوس ځکه له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي، چې په امریکا کې د اوسېدو لپاره ورته یوازې دوه-کلن بشري اجازه لیکونه ورکړ شوې او د دایمې مېشتېدنې څرګنده لاره ورته نه ده ټاکل شوې.
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې په ګډون د بشري حقونو فعالانو د کانګرس د یو شمېر غړو د تازه ګام هرکلی کړی او پر دغې شورا یې غږ کړی، چې دغه طرحه په یوه خوله ومني.