Home » سیمه او نړی » د امریکا – کاناډا پولې ته څېرمه سیند کې د ۸ کډوالو مړي موندل شوي

د امریکا – کاناډا پولې ته څېرمه سیند کې د ۸ کډوالو مړي موندل شوي

د امریکا او کاناډا ترمنځ پولې ته څېرمه په سنټ لورېنس سیند کې د دوو ماشومانو په ګډون د اتو کډوالو مړي موندل شوي دي.

چارواکو ویلي دغه کسان له کاناډا په ناقانونه توګه امریکا ته د اوښتو د هڅې پر مهال ډوب شوي دي.

له دوی د ۶ تنو مړي پنجشنبه او ۲ نور د جمعې پر ورځ وموندل شول.

رپوټونو کې ویل شوي چې دې پېښه کې وژل شوي کسان د رومانیا او هند د دوو کورنیو غړي دي.‌

دا اجساد داسې مهال موندل شوي چې پولیس دغه سیند کې د “کېسي اوکېس” په نوم د یوه ۳۰ کلن کښتۍ چلوونکي په لټون بوخت و.

د هغه څرک تر اوسه لا نه دی لګول شوی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...