Home » سیمه او نړی » د امریکا په میسیسیپي ایالت کې توپان لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه کړي، په لسګونو ودانۍ یې نړولې دي

د امریکا په میسیسیپي ایالت کې توپان لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه کړي، په لسګونو ودانۍ یې نړولې دي

د امریکا سویلي برخې د جمعې په شپه زورور توپان او بړبوکۍ لړزولې دي، چې د چارواکو په وینا په میسیسیپي ایالت کې یې لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه کړي او په لسګونو ودانۍ یې نړولې دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د توپان له کبله د خلکو پر مړینه خواشیني ښودلې او د هغوی له کورنیو سره یې خواخوږي کړې ده. نوموړي د میسیسیپي له ګورنر سره په خبرو کې هغه ته ډاډ ورکړی چې د مرستې لاس به ورکړي.

د میسیسیپي پیښو ته د رسیدنې ادارې پر ټویټر لیکلي، چې د پلټنې او ژغورنې ټیمونه یې ګومارلي څو له توپانه اغېزمنو خلکو سره مرسته وکړي. دغې ادارې د شنبې په ورځ تایید کړه چې تر اوسه ۲۳ کسان مړه، په لسګونو ټپیان او څلور لا هم ورک دي.

دغې ادارې وروسته خبرداری ورکړ چې کېدای شي په توپان کې د مړه شویو کسانو شمېر زیات شي ځکه چې وایي ممکن ځینې خلک تر خاورو لاندې وي. ادارې په ټویټ کې لیکلي، “له بده مرغه امکان لري دا شمېر بدل شي”.

د میسیسیپي ګورنر ټېټ ریوز پر ټویټر لیکلي، چې له خلکو سره یې طبي مرستې پيل کړې دي، د زیانمنو لپاره یې ایمبولنسونه او نورې بیړنۍ مرستې زیاتې کړې دي:

“د لټون او ژغورنې عملیات روان دي، دا تاوان به په دې ښار کې تل محسوسېږي”.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...