د امریکا پخوانی ولسمشر «جیمي کارټر» په سل کلنۍ پرون (یکشنبې، د مرغومي ۹مه) په جورجیا ایالت کې مړ شوی دی.
کارټر د ۱۹۷۷ او ۱۹۸۱ کال ترمنځ د امریکا نهه دېرشم ولسمشر ټاکل شوی و او په ۲۰۰۲ کال کې یې د نوبل د سولې جایزه هم ګټلې وه.
بلخوا د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې د کارټر د جنازې مراسم به په واشنګټن کې ترسره شي او زیاته کړې ده: “متحده ایالتونو او نړۍ یو کمساری رهبر له لاسه ورکړ.”
د ویلو ده چې کارټر د اسراییلو او مصر ترمنځ د سولې په تړون کې منځګړیتوب کړی و.