د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه به د دوو متقاعدو امریکايي جنرالانو په حضور کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه غونډه وکړي.
د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي چې دا غونډه به د «ستراتیژیکې ناکامۍ: د بایډن شاته کیدل او د ا.ا بریا» تر سرلیک لاندې د مارچ په ۱۹ نیټه جوړه شي.
د دې کمېټې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د امریکا د پوځ پخوانی مشر، جنرال مارک میلی او د سنتکام پخوانی قوماندان کنت فرانک مک کنزی شاهدي ورکړي.
څه موده وړاندې دې کمېټې هم د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د پخواني استازي زلمي، خلیلزاد په حضور کې د دوحې د هوکړې په اړه غونډه کړې وه.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه چې مشري یې مایکل مک کال کوي، له افغانستان څخه د بایډن د ادارې د وتلو په اړه څېړنه کوي.
د دې کمېټې مشر وايي، د کابل په هوايي ډګر کې د امریکايي سرتېرو له وژل کېدو څه باندې دوه کاله تېرېږي، خو د بایډن اداره لا هم د دې پېښې په اړه له څه ویلو ډډه کوي.