د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن نن پنجشنبه ( د زمري ۷مه نېټه) د کرونا ویروس واکسین په اړه نوې تګلاره اعلانوي.
د سپینې ماڼۍ په وینا، جو بایډن به اعلان وکړي چې ټول فدرالي ماموران باید د کرونا ویروس واکسین وکړي او که نه په منظم ډول دې خپلې معاینې ترسره کوي.
دا اعلان داسې مهال کېږي چې په متحده ایالاتو او نوره نړۍ کې د کرونا د ډېلټا بڼې زیاتېدو ته اندېښنې ډېرې شوي دي.
د بایډن دا اعلان به د پوځیانو په ګډون د دغه هېواد ۴.۲ میلیونه حکومتي کار کوونکي متاثره کړي.
تمه ده چې د واکسین د جبري کېدو په اړه د بایډن دا تګلاره به د یو شمېر جمهوري غوښتونکو او هغو کسانو له مخالفت سره مخامخ شي چې د ازادیو د نقضېدو اندېښنه لري.