Home » سیمه او نړی » د امریکا ولسمشر سبا د سعودي عربستان په اړه اعلامیه خپره وي
رویداد خبري آژانس
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر سبا د سعودي عربستان په اړه اعلامیه خپره وي

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، د هغه اداره به سبا دوشنبه د سعودي عربستان په اړه یوه اعلامیه خپره کړي.

دا وروسته تر دې چې د امریکا په استخباراتي راپورونو کې څرګنده شوه چې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې لاس درلود.

ښاغلي بایډن پرون شنبه (د کب ۹مه) وویل: “ما د فبرورۍ په ۲۵مه د سعودی عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره خبرې وکړې، نه د سعودي له ولیعهد سره، ما ورته واضحه کړه چې مقررات بدلون کوي او موږ به مهم بدلونونه د دوشنبې په ورځ اعلان کړو، موږ به هغوی د بشري حقونو په اړه مسول وبولو.”

د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د سعودي ولیعهد به مجازات شي بایډن وویل، د دوشنبې په ورځ به اعلان وکړي چې له سعودي سره څه کوي؟

بایډن په دې اړه نور توضیحات نه دي ورکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...