Home » سیمه او نړی » د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته له نوماندې کاملا هریس د اوباما ملاتړ

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته له نوماندې کاملا هریس د اوباما ملاتړ

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما او مېرمن یې میشل اوباما د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ډیموکراټ ګوند نوماندې په توګه د کاملا هریس څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوې چې پکې ښودل کېږي اوباما او مېرمن یې د ملاتړ څرګندونه د یوې غونډې په ترڅ کې د کاملا هریس سره په ټیلفوني خبرو کې کړې ده.
.
اوباما د ټلېفوني اړیکې له لارې هیرس ته ویلي چې پرې ویاړي او دغه راز ډاډ یې ورکړی هڅه به وکړي چې له هغې سره د ټاکنو په ګټلو کې مرسته وکړي.
اوباما د کاملا هریس نوماندېدل تاریخي بللي او د هغې د بریا هیله یې څرګنده کړې ده.

په ورته مهال کې د ډیموکراټ ګوند احتمالي نوماندې هریس د اوباما او د هغه د مېرمنې له ملاتړ څخه د خوښۍ څرګندولو تر څنګ له هغوی د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

له دې یوه اوونۍ وړاندې د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن او د سنا او استازو په مجلسونو کې مهمو ډیموکراټانو د مېرمن هریس له نوماندېدلو څخه ملاتړ کړی وو.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...