د امریکا نړیواله پراختیایي اداره (USAID) وایي، چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس په نندارتون کې د ۱٫۰۷ میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان د ۶۰۰ کیلو ګرامه زعفرانو پېرلو قرارداد لاسلیک شوی دی.
دا قرارداد به د نړۍ په بازارونو کې د افغانستان د زعفرانو ارزښت لوړ کړي او د افغانانو د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې به مرسته وکړي.
دې ادارې په خپله اېکس پاڼه لیکلي: “د افغانستان زعفرانو په نړیوال نندارتون کې د لویو پیرودونکو پام ځانته اړولی دی.”
ا.ا اعلان کړی چې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د زعفرانو کښت پراخ شوی دی.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په ثور میاشت اعلان وکړ، چې تېر کال افغانستان د ۴۹ میلیونو ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران ۹ هېوادونو ته صادر کړل.
همداراز په بلجیم کې د ذوق نړیوال انسټیټیوټ په جوزا میاشت کې اعلان وکړ چې د هرات زعفران له لابراتواري ازموینو وروسته په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ.