د امریکا د استازو جرګه د سې شنبې په ورځ هم و نه توانیده، څو خپل نوی مشر وټاکي.
د استازو جرګه کې د جمهوریت غوښتونکیو ګوند مشر کیوین مککارتي په دریو بیلابیلو ټاکنو کې و نه توانید، څو د ریاست چوکۍ وګټي.
له ۱۹۲۳ کال وروسته دا لومړی ځل دی، چې د استازو جرګې نوي پړاو په لومړۍ ورځ خپل مشر نه شي ټاکلی.
له کلونو وروسته د جمهوریت غوښتونکیو ګوند تېر کال وتوانید، چې د استازو جرګې منځمهاله ټاکنې وګټي.
که څه هم جمهوریت غوښتونکي ګوند په ټاکنو کې له ۴۳۵ چوکیو څخه ۲۲۲ چوکۍ ګټلي، خو داسې ښکاري، چې د ګڼ شمېر مسائلو له امله د جمهوریت غوښتونکیو ګوند ۲۰ غړي لیواله نه دي، څو کیوین مککارتي ته رایه ورکړي.
د مککارتي پر وړاندې د دموکرات ګوند غړی حکییم جیفریز د استازو جرګې ریاست ته نوماند دی، چې ۲۱۲ رایې یې اخیستي، په داسې حال کې چې مککارتي په جرګه کې د اکثریت په لرلو سره یوازې ۲۰۳ رایې خپلي کړي.
د امریکا د قوانینو په رڼا کې تر هغه مهاله، چې د استازو جرګې رئیس نه وي ټاکل شوی، بل هر راز فعالیت نه شي کولای.
ټاکل شوې، چې د چهارشنبې په ورځ د استازو جرګه یو ځل بیا د خپل رئیس د ټاکلو په تړاو سره جرګه شي.