Home » افغانستان » د امریکا سفارت:طالبان دې روان پوځي عملیات ته ژر تر ژره ودروي
رویداد خبري آژانس
په کابل کې د امریکا سفارت ودانۍ

د امریکا سفارت:طالبان دې روان پوځي عملیات ته ژر تر ژره ودروي

په کابل کې د امریکا سفارت یو ځل بیا له وسله والو طالبانو غوښتي چې روانو پوځي عملیاتو ته ژر تر ژره د پای ټکی کېږدي.

یاد سفارت پرون د یکشنبې په ورځ (د زمري ۳مه نېټه) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې دا پوځي تحرکات د خبرو له لارې یوه جوړجاړي ته د رسېدو هڅې شنډوي.

سفارت له وسله والو طالبانو اوربند غوښتی او زیاته کړې ده چې روانې جګړې ملکیان زیانمنوي او له خپلو مېنو یې بې‌ځایه کوي.

بل‌خوا د افغان حکومت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي، د افغانستان د سولې په اړه د نړیوالو ګډ دریځ به دا پروسه خوځنده کړي.

ښاغلي ستانکزي دا خبرې پرون په کابل کې د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکولسن سره د لیدو کتو پر مهال وکړې.

د سولې په تړاو تېره اوونۍ دوحه کې د لوړې کچې دوه ورځنۍ غونډه وشوه، خو د دولت لوری ترې ناراضه بېرته کابل ته ستون شو او ولسمشر غني وویل، طالبان سوله نه‌غواړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...