Home » سیمه او نړی » د امریکا د دفاع وزارت: اسراییل د ایران او متحدانو د برید له ګواښ سره مخ دي

د امریکا د دفاع وزارت: اسراییل د ایران او متحدانو د برید له ګواښ سره مخ دي

متحده ایالاتو (دوشنبې، د وږي ۵مه) ویلی چې اسراییل اوس هم د ایران او متحدینو د برید له ګواښ سره مخ دی.

د امریکایي ځواکونو دا څرګندونې له هغې وروسته وشوې چې د لبنان د حزب الله قومندان فواد شکر د وژل کېدو په غبرګون کې یادې ډلې د سلګونو راکټونو او بې پیلوټه الوتکو په واسطه پر اسراییلو برید وکړ.

د امریکا غږ دراپور له مخې، د امریکا د دفاع وزارت ویاند، پاټریک رایډر د ایراني ځواکونو او متحدانو څرګندونې ته په اشارې یې ویلي: ” موږ د دې موضوع ارزونې ته دوام ورکوو چې د برید خطر شته او موږ… د اسراییلو څخه د دفاع او یا په داسې حال کې چې زموږ په ځواکونو برید وشي موږ چمتو یوو.”

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي خپل ایټالیایي سیال ته ویلي، چې په تهران کې د هنیه د وژلو ځواب به حتمي او حساب شوی وي.

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوشنبې د عراقچي له قوله په یوه اعلامیه کې ویلي: “په داسې حال کې چې ایران له اسراییلو هېڅ وېره نه لري، خو د اسراییلو د حکومت برعکس د کړکېج غوښتونکي نه دي.”

د ایران حکومت اسراییل د اسماعیل هنیه د ترور لامل بولي، خو اسراییل په دې ترور کې لاس لرل نه منلي او نه یې رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر مشر، اسماعیل هنیه وژل او د اسراییلو په برید کې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د حزب الله یو قومندان وژنه په سیمه کې د ایران، اسراییلو او متحدینو تر منځ جګړې د خطر د زیاتوالي لامل شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...