Home » سیمه او نړی » د امریکا د داخلي امنیت سرپرست وزیر هم استعفا وکړه
رویداد خبري آژانس

د امریکا د داخلي امنیت سرپرست وزیر هم استعفا وکړه

د امریکا د متحدو ایالتونو د داخلي امنیت سرپرست وزیر چاد وولف هم خپله دنده پرېښوده.

د کورني‌ امنیت وزارت وايي چې ښاغلي چاد خپلو کارکوونکو ته د خپلې استعفا په اړه خبر ورکړی دی.

دی د ولسمشر ټرمپ د کابینې یو بل وزیر دی چې د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د ملاتړو مظاهره کوونکو له یرغل وروسته له دندې استعفا کوي.

د کورني‌ امنیت وزارت د مطبوعاتو دفتر ویلي دي چې ښاغلي چاد د دوشنبې په شپه (دوه شپې وړاندې) ۱۱:۵۹ باندې خپله دنده پرېږدي.

مطبوعاتي دفتر وايي چې د فدرال د بېړنیو حالاتو د مدیریت د ایجنسۍ مشر پېټ ګاینور به د هغه پر ځای سرپرست ګمارل کیږي.

د کانګرس پر ودانۍ د تېرې چهارشنبې په برید کې د چارواکو په خبره پنځه تنه مړه شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

پولیسو دا کسان حکومتي ودانۍ ته په ننوتلو او دولتي‌ شتمنیو ته په زیان رسولو تورن کړي دي‌ او لسګونه کسان نیول شوي چې محاکمه شي.

له دغه برید وروسته او تر ښاغلي چاد مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو د پوهنې او ترانسپورت وزیرانو او ځينو نورو چارواکو هم استعفاوې کړي ‌دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...