Home » سیمه او نړی » د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو شمېر اروپایي هېوادونو ته روان شو
رویداد خبري آژانس
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو شمېر اروپایي هېوادونو ته روان شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ له واشنګټن څخه ډنمارک، ایسلنډ او ګرینلنډ ته په پنځه ورځني سفر روان شو.

انتوني بلېنکن به په دې ډیپلوماتیک سفر کې په ایسلنډ کې د شمالي قطب د شورا په یوه غونډه کې هم برخه واخلي.

وروسته له هغې چې جو بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړې، بلېنکن به د لومړي وار لپاره له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په دې غونډه کې مخامخ شي.

انتوني بلېنکن به نن په کوپنهاګن کې د ډنمارک له چارواکو سره هم وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلی بلېنکن به د اقلیمي بدلون په وړاندې پر مبارزه او د اتلانتیک سمندرګي په شااوخوا کې د ګډو ګټو پر پیاوړتیا بحث وکړي.

ښاغلی بلېنکن به نن وروسته ایسلنډ ته ځي چې د دغه هېواد له چارواکو سره هم پر ځینو مسایلو خبرې وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...