Home » سیمه او نړی » د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن اوکراین ته سفر وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن اوکراین ته سفر وکړ

د روسیې له خوا پر اوکراین د برید له زیاتوالي سره سم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن د اوکرین له لوړپوړو چارواکو سره د کتنې او خبرو په موخه او له اوکراین سره د واشنګتن د دوامدار ملاتړ لپاره دغه هېواد ته سفر کړی دی.

بلینکن نن (سه شنبه د غویي ۲۵مه) په خپله اېکس پاڼه له کیف څخه د خپل انځور له خپرولو سره لیکلي : “نن کیف ته راغلم، تر څو د دې لپاره چې له کیف څخه د متحده ایالاتو ملاتړ وښیم په داسې حال کې چې اوکراین د خپلواکۍ لپاره د روسيې د بریدونو پر وړاندې له خپل هېواد څخه ساتنه کوي.”

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مـټیو میلر هم ویلي چې ښايي انتوني بلینکن د اوکراین د ولسمشر، صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.

د رویټرز د راپور له مخې چې دا له اوکراین سره د امریکا د ۶۱ میلیارډ ډالري مرستې وروسته دغه هېواد ته د یو امریکایی لوړپوړی چارواکي لومړی سفر دی.

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې لخوا د برید څه باندې دوه کاله کېږي. په دې جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او د دواړو لورو میلیونونو ډالر مصرف شوي دي، خو لا هم د اوربند کوم څرک نه لیدل کېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...