د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تفتیش ریاست پرون (چهارشنبې د اسد ۳مه) په یو راپور کې ویلي، دوی د هغو کسانو شمېر نشي تاییدوی چې د متحده ایالاتو د حکومت په مرسته په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه بهر ته لېږدول شوي دي.
دی تایید امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې ویلي وو چې د امریکا حکومت او ملګرو یې د ۲۰۲۱ کال په اګېسټ میاشت کې شاوخوا ۱۲۴ زره کسان له افغانستان څخه ایستلي دي.
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د دویمې کلیزې په مناسبت د امریکا د دفاع وزیر، لویډ اسټن ویلي: “موږ به د خپلو افغان متحدینو د بیا ځای پر ځای کولو لپاره کار ته دوام ورکړو او زه په ویاړ سره وایم چې موږ په تېرو دوو کلونو کې له ۱۱۵زرو څخه د زیاتو افغانانو هرکلی کړی دی.”
د بهرنيو چارو وزارت د تفتيش رياست ويلي، چې دغه وزارت د ارقامو په وړاندې کولو کې د ملي دفاع وزارت پر معلوماتو تکيه کړې، ځکه چې د پوځ قوماندان په افغانستان کې د ایستلو د ماموريت مسوول و.
دې ادارې ویلي چې د تخلیه شویو کسانو د شمېر معلومولو لپاره یې د امریکا له دفاع وزارت څخه د اسنادو غوښتنه کړې، خو پنټاګون د دغه راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه بشپړ ځواب نه دی ورکړی او سره له دې چې د معلوماتو د شتون ډاډ یې ورکړی و، ځکه نو د تفتیش ریاست دا اسناد نشي چمتو کولی.
په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې د امریکا د سفارت چارواکو په هوايي ډګر کې د تخلیې د ماموریت پر مهال وویل، چې د دفاع وزارت د تخلیې الوتنو د پېژندلو مسوولیت لري.