Home » افغانستان » د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: روسیه او چین دې د خپلو ګټو لپاره له افغان سولې سره همکاري وکړي
رویداد خبري آژانس

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: روسیه او چین دې د خپلو ګټو لپاره له افغان سولې سره همکاري وکړي

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتېګوس پرون د شنبې په ورځ (دچنګاښ ۱۹مه نېټه) په یوه مرکه کې ویلي دي چې امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي نو د سیمې د هېوادونو په تېره د روسیې او چین مسوولیت دی چې دغه هېواد ته د سولې په راتګ کې همکاري وکړي.

د مورګان اورتېګوس په خبره د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده. اورتېګوس وایي چې چین له افغانستان سره ګډه پوله لري او روسیه په سیمه کې له پراخ نفوذ برخمن هېواد دی نو ځکه یې د سولې په برخه کې همکارۍ هم اړینې او اغېزناکې دي.

نوموړې ویلي چې امریکا له افغان سولې سره د همکارۍ لپاره د سیمې هېوادونه هڅولي دي او بیا به هم خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

هغې د طالبانو د وروستیو پرمختګونو په اړه هم ویلي چې افغانستان پیاوړی پوځ لري چې کولی شي په همغږۍ سره د ګواښونو پر وړاندې ودرېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...