Home » سیمه او نړی » د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران ټاکنې غیرې شفافې وبللې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران ټاکنې غیرې شفافې وبللې

د امریکا غږ د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو یو ویاند شنبه د جولای شپږمه (د چنګاښ ۱۶مه) ویلي چې د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې «شفافې او عادلانه» نه وې او د ایران پر وړاندې د امریکا په پالیسۍ کې بدلون نه دی راغلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې ویاند د نوم نه خپرولو په شرط ویلي: “ډېر شمېر ایرانیانو پرېکړه کړې وه چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي موږ هېڅ تمه نه لرو چې دا ټاکنې دې د ایران په مسیر کې بنسټیز بدلونونه راولي یا یې د هېواد بشري حقونو ته لاره هواره کړي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې چارواکي د ایران د ولسمشرۍ د ټاکنو د نوماندانو څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې” نوماندانو په خپله ویلي چې د اسلامي جمهوریت پالیسي د دې مشر علي خامنه یي له خوا ټاکل کېږي.”

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دې ویاند دا هم ویلي: “ټاکنې به له ایران سره زموږ په چلند باندې د پام وړ اغېز ونه کړي. د ایران د فعالیت په اړه زموږ اندېښنې نه دي بدلې شوې. موږ هغې ډیپلوماسۍ ته ژمن یو چې د امریکا ګټې خوندي کوي.”

بلخوا د امریکا برعکس د روسیې، چین، هند او سوریې مشرانو د شنبې په ورځ د ایران د ټاکنو په دویم پړاو کې مسعود پزشکیان ته د بریا مبارکي ویلې ده.

د ایران د ټاکنیز دفتر د راپور له مخې، له ۳۰ میلیونه ۵۳۰ زره ۱۷۵ رایو څخه مسعود پزشکیان ۱۶ میلیونه ۳۸۴ زره ۴۰۳ رایې او د هغه سیال سعید جلیلي ۱۳ میلیونه ۵۳۸ زره ۱۷۹ رایې ترلاسه کړې دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...