Home » افغانستان » د امریکا دفاع وزیر له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو له څرنګوالي څخه دفاع وکړه

د امریکا دفاع وزیر له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو له څرنګوالي څخه دفاع وکړه

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین دکانګرس غړو ته ویلي چې دوی له افغانستان څخه په ناببره توګه د ځواکونو دایستلو له پروسې پښېمانه نه دي.

نوموړی پرون د امریکا استازو جرګې د پوځي خدمتونو کمېټې د جمهوري غوښتونکو غړو له لوري وربلل شوی و، د نورو پوښتنو تر څنګ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو کاواکه وتل هم ډېرو استازو ته مهمه پوښتنه وه.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ناببره او په بېړه وتلو له کبله د ولسمشر جوبایډن اداره په امریکا او له امریکا بهر له پراخو نیوکو سره مخ ده.

د ځواکونو د وتلو پر مهال تر ټولو لویه پېښه چې امریکایان یې سپیناوی غواړي د هغه برید موضوع ده چې د کابل نړیوال هوایي ډګر کې وشو او په پایله کې یې ۱۳ امریکايي سرتیري او نږدې ۱۷۰ولسي افغانان ووژل شول.

پرون د امریکا استازو جرګې د پوځي خدمتونو کمېټې، جمهوري غوښتونکو غړو دفاع وزیر لوید استین په سختو پوښتنو وننګوه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...