د امریکا دفاع وزارت وایي له افغانستان یې د ځواکونو د اېستلو بهیر له ۱۲ تر ۲۰ سلنې بشپړ شوی دی.
د دغه وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې ټول وضعیت له نږدې څاري او جنرال سکاټ مېلر د ماموریتونو د ښه ترسره کېدو لپاره ټول انتخابونه په لاس کې لري.
د جان کربی په خبره د ځواکونو د ایستلو بهیر له ۱۲ تر شل سلنې بشپړ شوی او امریکا تر سلو ډېر پروازونه ترسره کړي او شاوخوا پنځه زره قطعې نظامي توکي یې له افغانستان ایستلي دي.
کربي دا هم وایي چې ځینې نظامي وسایل یې افغان حکومت ته ورکړي خو ګڼ نور یې په خپلو نظامي اډو کې له منځه وړي دي.
هغه زیاته کړې چې د سرتېرو د ایستلو لړۍ په منظمه توګه مخ ته روانه ده او ټول اړین تدابیر نیول شوي دي.