Home » سیمه او نړی » د امریکا دفاع وزارت د سپتمبر د ۱۱ مې بریدونو له اصلي طراح سره تفاهم وکړ

د امریکا دفاع وزارت د سپتمبر د ۱۱ مې بریدونو له اصلي طراح سره تفاهم وکړ

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګان د چهارشنبې ۱۰ د اسد اعلان کړی، چې څارنوالانو یې د ۲۰۰۱ د سپتمبر ۱۱ د ترهګریزو بریدونو د اصلي طراح په ګډون له دریو تورنو سره تر محکمې مخکې جوړ جاړي ته رسېدلي دي.
ویل شوي چې په دغو بریدونو کې درې تورن کسان خالد شیخ محمد، ولید محمد صلاح بن مبارک بن عطاش او مصطفی احمد ادم الهوساوي یو تفاهم ته سره رسېدلي او په خپل جرم اعتراف کړی او په بدل کې به د اعدام د سزا له محکمې سره نه مخامخ کېږي.
د امریکا دفاع وزارت تراوسه د دغه تفاهم جزیات نه دي خپاره کړي چې څه ډول سره یوې موافقې ته رسیدلي دي.
د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې د راپور په اساس، دغو دریواړو منلې ده چې د ابدي زندان په بدل کې به په خپل جرم اعتراف وکړي.
تېرکال څارنوالانو همدغسې یو وړاندیز کړی و، خو د سپتمبر ۱۱ په بریدونو کې د وژل شویو کسانو کورنیو په دې اړه د نظر اختلاف درلوده او ځینې یې اوس هم دغو تورنو کسانو ته د اعدام سزا غواړي.
دغه درې واړه د ۲۰۰۸ کال د جون په میاشت کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر ۱۱ په بریدونو کې په لاس لرلو محکوم او تورن شوي ‌وو او بیا په ۲۰۲۱ کال کې هم محاکمه او تورن شول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...