Home » افغانستان » د امریکا دفاع وزارت؛تر راتلوونکې نومبر میاشتې به په افغانستان کې خپل ځواکونه تر ۵ زرو کم کړي
رویداد خبري آژانس

د امریکا دفاع وزارت؛تر راتلوونکې نومبر میاشتې به په افغانستان کې خپل ځواکونه تر ۵ زرو کم کړي

د امریکا دفاع وزارت:تر راتلوونکې نومبر میاشتې به په افغانستان کې خپل ځواکونه تر ۵ زرو کم کړي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د ځواکونو له کمولو سره سره په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ته ژمن دي او د افغان ځواکونو روزنې ته به هم ادامه ورکوي.

پنټاګون وايي چې د ټرمپ د سپارښتنو پر بنسټ او د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو کمولو ته ادامه ورکوي.

پنټاګون وايي امریکا هڅه کوي په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر صفر ته راښکته کړي خو دغه پرېکړه په حالاتو پورې تړلې ده او د افغانستان وضعیت ته په کتو به د سرتېرو د بشپړ وتلو په اړه اقدامات کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...