د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند ویلي چې امریکا او بریتانیا په تېرو څو ساعتونو کې ۵۰ ځله د یمن ځینې سیمې خپلې موخې ګرځولې دي. نوموړي ټینګار کړی چې یاد بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند «یحیی سریع» د امریکا او بریتانیا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې د یمن حکومت هېڅ برید به بې ځوابه نه پرېږدي.
سریع، نن سهار د سلواغې ۱۵مه په یو بیان کې ویلي، چې په تېرو څو ساعتونو کې امریکایي او بریتانیایي ځواکونو ۴۸ ځله په صنعا، حدیده، صعده، بیضاء، تعز او لحج ښارونو باندې بریدونه کړې دي.
“یاد بریدونه هېڅکله د دې مخه نه شي نیولای چې یمن د جنایت کارانو او اشغالګرو اسراییلو پر وړاندې له فلسطیانو سره له دیني او انساني مرستې مخ واړوي. د تېري کوونکو بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.”
له بلې خوا سي اېن اېن د یو لوړپوړي امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې پر حوثیانو برید د سوریې او عراق له ځواب نه جلا خبره ده.
یاد کس چې د نوم نه خپرولو په شرط اېن اېن ته ویلي: “موږ د حوثیانو د ځواب پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتونکي نه یوو. بايډن د تېرې شپې د بریدونو لپاره د اوونۍ په پیل کې شین چراغ ښودلی و.”
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال د مرغومي ۲۱مه د سره سمندرګي په اړه د یمن پر وړاندې د امریکا او جاپان وړاندیز شوی پرېکړهلیک تصویب کړی دی.
دا پرېکړهلیک د ۱۱موافقو او د روسیې چین، او الجزایر لخوا په ۴مخالفو رایو تصویب شو. د راپورونو له مخې، وروسته له هغې امریکا او بریتانیا پر صنعا او د یمن پر بېلابیلو سیمو بریدونه کړي او لا دوام لري.