امريکايي چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په څو سوېلي ايالتونه پرون جمعه او نن شنبه د (لېندۍ په ۲۰مه) د سختو توپانونو شاهدان وو.
د کينتاکي والي انډې بيشيير رسنيو ته ويلي، توپانونه چې توند باد يې هم ملتيا کوله په کينتاکي او څېرمه نورو ايالتونو کې خلکو ته د مالي زيانونو ترڅنګ ځاني زيانونه هم اړولي دي.
نوموړي زياته کړې، لومړني ارقام ښيي چې د يادو توپانونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي. نوموړي که څه د ټپي شويو کسانو کره شمېر نه دی ښودلی، خو ويلي يې دي چې يو شمېر کسان په کې ټپی شوي هم دي.
په ټولنيزو رسنيو کې د يادو توپانونو خپرې شوې وېډيوګانې او انځورونه ښيي چې د خلکو د اوسېدنې ډېری کورونه په کې زيانمن شوي دي.
چارواکو خبر ورکړی چې توپان ځپلو سيمو ته د ژغورنې ډلې او دغه راز خلکو ته لومړنۍ مرستې ورسول شوي دي.