Home » سیمه او نړی » د امريکا په ټکزاس کې له يوې کانټينري لارۍ ۴۶ مړي ترلاسه شوي

د امريکا په ټکزاس کې له يوې کانټينري لارۍ ۴۶ مړي ترلاسه شوي

د امريکا په ټکزاس ايالت کې پوليسو له يوې کانټينري لارۍ څخه د پلټنو پرمهال د ۴۶ کسانو جسدونه ترلاسه کړي دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په دې اړه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې پر يادو جسدونو سربېره د ۴ ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه نور هم په خورا خراب وضعيت کې له لارۍ څخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

اټکل دا دی، چې په ياد کانټينر کې اچول شوو کسانو غوښتل په ناقانونه توګه له مکسيکو څخه د امريکا متحده ايالاتو ته دننه شي. د ټکزاز سن انتونيو ښار چې دا لرۍ په کې درول شوې، د امريکا او مکسيکو ترمنځ له ګډې پولې ۲۵۰ کيلو مټره لرې پروت دی.

پوليسو ويلي چې د موټر چلوونکو د موندلو په موخه هڅې پيل شوي او د مړو شوو کسانو په اړه جزياتو پرته يې ويلي، چې ښايي ياد کسان په کانټينر کې د ګرمۍ له امله مړه شوي وي.

تر اوسه د يادو مړو شوو کسانو اصلي هوئيت او د هېواد وګړتوب په اړه يې مالومات نه دي ورکړل شوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...