د امريکا په شيکاګو ايالت کې پرون دوشنبه ناوخته د (چنګاښ په ۱۳مه) د ازادۍ جشن نمانځنې پرمهال د وسلهوال بريدګر له لوري پر خلکو ډزې شوي.
پوليسو ويلي چې ډزې د رابرټ يي کريمو په نوم يوه ۲۲کلن هلک کړي او په ترڅ کې يې ۳ تنه وژل شوي او ۲۴ نور يې ټپيان شوي دي. د پوليسو په خبره، له ډزو سره سم د شيکاګو هايلنډ پارک ښار کې د خپلواکۍ نمانځنې دا مراسم لغوه شوي دي او خلکو ته ويل شوي چې په کورونو کې پاتې شي.
د بريدګر د نيولو په موخه د پوليسو له لوري لټون څو ساعته عمليات ترسره شوي او د يادو عملياتو په ترڅ کې نوموړی نيول شوی دی. تر اوسه دا نه ده مالومه چې بريدګر د کومې انګيزې له مخې د جشن په نمانځونکو ډزې کړي.
په وروستيو کې د امريکا په ټکزاس، بافلو او نيويارک کې هم پر ښوونځي او کلبونو د ورته بريدونو له امله لسګونه کسان وژل شوي او همدومره نور ټپيان شوي دي. دې بريدونو په امريکا کې خلک وارخطا کړي او له حکومت يې غوښتي چې مخه يې ونيسي.