Home » سیمه او نړی » د امريکا ولسمشر جوبايډن پر کرونا اخته شوی

د امريکا ولسمشر جوبايډن پر کرونا اخته شوی

د امريکا سپينې ماڼۍ خبر ورکړی چې د ولسمشر جوبايډن د کرونا ټيسټ پايله مثبته ختلې او په دې توګه نوموړی د کووېډ۱۹ پر ناروغۍ اخته شوی دی.

جوبايډن د سپينې ماڼۍ له دې خبر سره سم ويلي، که څه هم نوموړی د کرونا علايم نه لري خو د نورو خلکو د خونديتوب په موخه به د يوې مودې لپاره له دوی لرې شي.

سپينې ماڼۍ بيا د نوموړي د کار په اړه ويلي، چې ولسمشر بايډن به خپل ټول کارونه په انلاين ډول له هغه ځای ترسره کوي، چې نوموړی په کې قرنطين شوی دی.

د جوبايډن ډاکټر هم ويلي، چې نوموړی د کرونا علايم نه لري او درملنې ته يې هم اړتيا نشته؛ خو زياتوي چې د ښې روغتيا لپاره به يې په جدي توګه وڅاري.

د بايډن د کرونا ټيسټ پايله د روانې جولای په ۲۱مه هم مثبته ختلې وه. له هغې وروسته په متواتره توګه نوموړي د کرونا ټيسټونه کړي چې پايله به يې منفي وه؛ خو د نوموړي د کرونا ټيسټ پرونۍ پايله يو وار بيا مثبتې ختلې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د اوربند د نوي وړاندیز له مخې حماس د ۳۴ برمته شويو کسانو خوشې کولو ته تیار دی

د حماس یو چارواکي (یکشنبې، ...