د امريکا د منځمهاله ټاکنو پايلې ښيي، چې د دې هېواد جمهوري غوښتونکو ګوند له خپل سيال ګوند ډيموکراټانو مخکې دی.
د اعلان شوو پايلو له مخې، تر دې مهاله د استازو جرکې له ۴۳۵ څوکيو څخه جمهوري غوښتونکو ۱۹۸ او ډيموکراټانو ۱۷۳ څوکۍ خپلې کړي دي.
د دې دواړو ګوندونو له ډلې هر يو چې د استازو په جرګې کې د ۲۱۸ څوکيو په خپلولو وتوانېد، نو له قانوني پلوه ورته پر همدې جرګې د واک لرلو حق خوندي دی.
خو په مشران جرګې (سنا جرګې) کې دواړه ګوندونه په يوه سخت رقابت کې ښکېل دي. د لومړنيو پايلو له مخې په دې جرګې کې ډيموکراټان له جمهوري غوښتونکو مخکښ وو؛ خو په وروستيو کې د پايلو په بدلېدو سره دامهال دواړه ګوندونه له يوه او بل سره تقريبا مساوي مخته روان دي.
اوسنۍ پايلې ښايي، چې ډيموګراټان د مشرانو جرګې ۴۸ څوکۍ او سيالانو يې جمهوري غوښتونکو بيا د يادې جرګې ۴۷ څوکۍ ګټلي دي.
د امريکا پر مشرانو جرګې د واک لرلو په موخه اړتيا ده، چې د سيالو ګوندونو له ډلې يو يې د يادې جرګې ۵۰ څوکۍ خپلې کړي.