د امريکا سنا مجلس ۲۲ تنو مشهورو او مهمو سناتورانو دې مجلس ته ليکلی وړانديز کړی چې په افغانستان کې دې پر طالبانو او هغو ادرسونو بنديزونه ولګول شي چې د طالبانو ملاتړ کوي.
په دې سناتوران کې چې اکثره يې جمهوريت غوښتونکي دي، مېټرامني هم شامل دی. نوموړی د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د دويمې دورې ولسمشريزو ټاکنو پرمهال د نوموړي پياوړی سيال و.
په دې وړانديز کې د ترهګرۍ، نشهيي توکو د قاچاق او دغه راز د بشري حقونو د نقض له امله پر طالبانو د بنديزونو د وضعه کولو سپارښتنه شوې ده.
د بنديزونو په دې وړانديز کې د پاکستان نوم هم ياد شوی او په اړه يې ذکر شوي چې نوموړي هېواد له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۰ زېږديز کال پورې د پټنځايونو برابرولو، مالي، استخباراتي، لوجيستيکي، طبي، روزنيز، تجهيزاتي، عملياتي او ستراتژيک مسير ته د برابرونې په برخه کې د طالبانو ملاتړ کړی.
د وړانديز په يوه برخه کې د امريکا بهرنيو چارو وزير، دفاع وزير او د ملي استخباراتو رئيس ته سپارښتنه شوې چې د ګډې مشورې پر بنسټ دې د هغو نورو ادارو په اړه کانګريس ته راپور وړاندې کړي، کوم چې يې له طالبانو ملاتړ کړی.
د امريکا سنا مجلس دا کار بيا د پاکستان له توند غبرګون سره مخ شوی او دا يې نامناسب عمل بللی دی. د پاکستان د بشري حقونو وزير شرين مزاري په دې اړه ويلي، پاکستان په دې موخه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امريکا متحد پاتې شي، ډېر مالي او ځاني زيانونه ګاللي دي.
نوموړي زياته کړې، اوس د دې وخت دی څو هغه قدرتونه چې په افغانستان کې موجود وو، د پاکستان هدف ګرځولو پر ځای خپلې ماتې ته متوجه شي.