د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۱۶مه) د قطر له بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن سره ليدلي او د دوه اړخيزه مسايلو ترڅنګ يې د افغانستان پر وضعيت هم خبرې کړي دي.
په يادو خبرو کې داوړو لوريو د افغانستان بشري وضعيت د اندېښنې وړ بللی او ټينګار يې کړی چې له عامو افغانستان سره بشري مرستې بايد دوام ومومي.
د امريکا او قطر بهرنيو چارو وزيرانو ويلي، چې له افغانستان سره کېدونکي مرستې بايد له داسې مؤثرو لارو وشي څو پر مټ يې په دې هېواد کې د خلکو د اړتياوو پوره کولو ترڅنګ ناسم بشري وضعيت هم مهار شي.
بلېنکن او محمد بن عبدالرحمن د افغانستان له مسئلې ورهاخوا د ايران او دغه راز په اوکراين کې د روانې جګړې په اړه هم د نظر تبادله کړې ده.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، اوس مهال په افغانستان کې ۱۹.۸ ميليونه کسان د لوږې له کرښې لاندې ژوند کوي. له دې سره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق هم موده وړاندې په خپل راپور کې ويلي و، چې په افغانستان کې د لوږې له زياتېدو سره ۱.۱ ميليون ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.