Home » سیمه او نړی » د المان په یوه جشنواره کې یو کس په چاقو درې کسان ووژل

د المان په یوه جشنواره کې یو کس په چاقو درې کسان ووژل

د المان پولیس وایي پرون جمعه (د وږي په ۲مه) د المان په «سولینگن» ښار کې د یوې جشنوارې پر مهال د برید له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

امریکا غږ راپور ورکړی چې بریدګر تښتېدلی او پولیسو تر اوسه د دې پېښې اړوند څوک نه دي نیولي.

په راپور کې راغلي: “بریدګر د چاقو په واسطه په خلکو برید کړی. مسوولین او د دې جشنوارې ترسره کوونکو له خلکو غوښتي چې د ښار مرکز «سولینگن» پرېږدي.”

د راپورونو له مخې، دا «متفاوته جشنواره» د ښار د جوړښت د ۶۵۰مې کلیزې په مناسبت د جمعې په ورځ پیل او ټاکل شوې وه چې تر راتلونکې یکشنبې به دوام وکړي او د جاذبې ښار په مرکزي سړکونو کې ژوندۍ موسیقي، نڅا او اکروباتیک نندارتونونه وړاندې کېدل.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کوم کس یا کومې ډلې نه دی منلی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...