د المان د حکومت کابینې د «ترهگرو ملاتړ کوونکو» د ایستلو په هکله د دې هېواد د کورنیو چارو د وزیرې مسوده تصویب کړې ده.
«دویچه وله» راپور ورکړی چې په المان کې په ټولنیزو شبکو کې د تروریستي اعمالو تایید او ستاینه جرم ګڼل کېدای شي.
د دې راپور له مخې، وړاندې شوې مسوده لا هم داسې سناریو بیانوي چې په هغه کې د بهرنیو اتباعو ایستل ان له جرمي سزا پرته ممکن دي.
دې رسنۍ زیاته کړې چې ان یوه تبصره چې د یوه تروریستي عمل ستاینه یا تصویب کوي له المان څخه د ایستلو یو دلیل ګڼل کیدای شي.
له المان څخه د کډوالو ایستل وروسته له هغه رامنځته شو چې یوه افغان تبعه د مانهایم په ښار کې د اسلام د منتقدینو پر یوې ډلې برید وکړ چې یو پولیس یې وواژه او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.
الماني چارواکو ویلي چې دوی به مجرمین وباسي، ان که له افغانستان څخه هم وي.