د المان په زولینگن ښار کې د چاقو په واسطه له برید وروسته، هلته د کډوالۍ سیاست په اړه بحثونه جدي شوي دي.
د المان لومړی وزیر ډاډ ورکړی چې افغانستان او سوریې ته د«مجرم او خطرناکو» پناه غوښتونکو ایستلو امر اجرا کېږي.
د المان لومړی وزیر، اولاف شولتس (زیډ ډی اېف) شبکې ته «د پناه غوښتونکو د فردي حق» د نیوکو پر وړاندې دفاع کړې او ویلي یې دي چې پناه غوښتونکي په انفرداي توګه کولی شي له سوریې او افغانستان څخه د پناه غوښتنه وکړي.
هغه په خپلو خبرو سره په پوله کې د افغانستان او سوریې پناه غوښتونکو له عمومي ردولو سره مخالفت کړی دی.
شولتش ټینګار کړی: “ټول باید باور وکړي، موږ جدي هڅې کوو چې دا کړنه ترسره کړو، دا هغه څه دي چې ټول حکومت پرېکړه پرې کړې ده او د لومړي وزیر په توګه دا زما غوښتنه ده.”
په ورته وخت کې د المان لومړي وزیر د غیرقانوني لارو د کډوالو د کموالي په اړتیاوو هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دا کار به د پولې د کنټرول په برخه کې مهم رول ولري.
3m