القاعده شبکې پرون چهارشنبه د (غبرګولي په ۱۸مه) هند ته ګواښ وکړ، چې د دې هېواد په ځينو ښارونو کې به لوی بريدونه ترسره کړي.
يادې ډلې په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې دغه کار د واکمن BJP ګوند له لوري حضرت محمد (ص) ته د سپکاوي له امله د غچ اخيستنې په موخه کوي.
د پلازمېنې نوي ډهلي په شمول ممبيي، ګجرات او اتراپردېش د هند هغه ايالتونه دي چې القاعده شبکې په کې د احتمالي بريدونو د کولو ګواښ کړی دی.
خو له دې اخطار وروسته د هند کورنيو چارو وزارت په دې هېواد کې د خلکو پر راغونډېدو او دغه راز پر اعتراضونو بنديز لګولی دی.
د دې وزارت چارواکو پرون ويلي، پر خلکو يې دغه بنديز په دې موخه لګولی څو د القاعده ډلې له احتمالي بريدونو خوندي او ورته متوجې خطر رفعه شي. چارواکو زياته کړې چې د هند استخبارات د يادو بريدونو د مخنيوي په موخه پر پلټنو بوخت دي او په دې توګه به د هند خلکو ته متوجه خطر له منځه يوسي.
د واکمن BJP ګوند يوه وياند څو ورځې وړاندې د حضرت محمد (ص) او بېبي عايشي (رح) په اړه ناسمې څرګندونې وکړې چې دا څرګندونې د اسلامي هېوادونو له غبرګون سره مخ شوې.
د يادو څرګندونو له امله ډېرو اسلامي هېوادونو له ډيپلوماټيکو چېنلونو خپل اعتراض وړاندې کړی او دا يې ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی بللی دی.