Home » افغانستان » د افغان کډوالو د وضعيت ارزنې په موخه حکومتي پلاوی ايران ته ځي

د افغان کډوالو د وضعيت ارزنې په موخه حکومتي پلاوی ايران ته ځي

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د نوموړي وزارت سرپرست اميرخان متقي د ايران له بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان سره په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو، د دواړو هېوادونو پر اړيکو او دغه راز پر اقتصادي همکاريو خبرې کړي.

د خبرپاڼې له مخې په دې ټليفوني خبرو کې هوکړه شوې، چې د افغانستان سرپرست حکومت يو پلاوی به په نږدې راتلونکي کې په ايران کې د افغان کډوالو وضعيت د ارزونې په موخه دې هېواد ته سفر وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي، ځيني کړۍ هڅه کوي څو د ايران او افغانستان ترمنځ سياسي اړيکې خرابې کړې؛ خو د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوريو ټينګار کړی چې يادو کړيو ته به د دې کار اجازه ور نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د خواله رسنيو کاروونکو له لوري په يادو رسنيو کې داسې وېډيوګانې او انځورونه خپاره شول، چې په ايران کې يې له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د خلکو او امنيتي ځواکونو له لوري زور زياتی په ډاګه کاوه.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...