د واګه بندر تر پرانیستل کیدو وروسته په توکو بار د افغان سوداګرو لومړنی کاروان د یاد بندر له لارې هند ته داخل شو.
هندي چارواکي وایي، ددغه لارې تر پرانستنې شپږ ورځې وروسته د افغان سوداګرو اته لارۍ توکي له دغه بندر تېر او هند ته ورسیدل.
د بندر د چارواکو په وینا، په واګا بندر د کرونا وایرس د خپریدو مخنیوي ټول اړین اقدامات ترسره شوي دي.
د کرونا وایروس د خپریدو مخنیوي په موخه څه موده مخکې د واګابندر لاره د سوداګریزو توکو او خلکو د تګ راتګ لپاره تړل شوې وه.
خو نږدې یوه اونۍ مخکې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره به د واګه بندر پرانیزي.