ټاکل شوې چې د افغان حکومت یو پلاوی په راتلونکې اونۍ کې قطر ته لاړ شي.
د افغان سولې بهیر ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې په ټپه ولاړ مذاکرات د ټولو اړخونو د اندېښنې وړ دي نو له همدې امله افغان حکومت یو تازه پلاوی دوحې ته لېږي څو له طالبانو سره پر روان وضعیت خبرې وکړي.
په دې پلاوي کې به پخوانی ولسمشر حامد کرزی، یونس قانوني او کریم خلیلي شامل وي.
افغان حکومت تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. بلخوا ویل کېږي چې دغه پلاوی باید څو ورځې وړاندې دوحې ته تللی وی، خو د نامعلومو دلایلو له امله یې سفر ځنډېدلی دی.