Home » افغانستان » د افغان حکومت څلور مرکچیان له دوحې بېرته راستانه شول
رویداد خبري آژانس

د افغان حکومت څلور مرکچیان له دوحې بېرته راستانه شول

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي درې غړي او د سولې په چارو کې د دولت وزير داسې مهال له دوحې بېرته کابل ته راستانه شوي چې د طالبانو سره خبرو تر دې مهاله کومه څرګنده پايله نه ده لرلې.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا منلې چې د مرکچي پلاوي درې غړي او د سولې په چارو کې د دولت وزير له دوحې بېرته کابل ته ستانه شوي دي.

فوزيه کوفي، کليم‌الله نقيبي او متين بېګ د مرکچي پلاوي هغه درې غړي دي چې د سولې په چارو کې د دولت له وزير سره يو ځای کابل ته راغلي دي.

خو د روغې جوړې عالي شورا ويلي، ياد کسان د يو شمېر شخصي ستونزو له کبله هېواد ته راستانه شوي او ټاکل شوې چې ډېر ژر بېرته دوحې ته ستانه شي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې بين‌الافغاني خبرې د سپټمبر په ۱۲مه په دوحه کې پيل شوې، خو تر دې مهاله نه يوازې دا چې چندان پرمختګ نه لري، بلکې هېواد کې ورسره تاوتريخوالی لا ډېر شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...