د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي په دوحه کې له امریکایي نظامي چارواکو سره کتلي دي.
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر په دوحه کې د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې پر بېلو مسایلو بحث شوی دی. سرچینه کاږي چې افغان مرکچي پلاوي له مېلر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید ژر تر ژره اوربند رامنځ ته شي او بیا دې په مذاکراتو کې نورو پرمختګونو ته زمینه برابره شي.
دواړو لورو اوسنی تاوتریخوالی هم د جدي اندېښنې وړ بللی دی.
میلر داسې مهال له مذاکراتي پلاوي سره ګوري چې په دوحه کې خبرې دمګړی په ټپه ولاړې دي او ټاکل شوې چې په نږدې اونیو کې د ترکیې کنفرانس د افغان سولې په تړاو جوړ شي.