د راتلونکي لوی اختر درېیو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تر اوربند اعلانېدا وروسته، د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي، “د افغان حکومت او طالبانو له لوري د اوربند هرکلی کوي او هیله لري چې اختر به ټول افغانان سره یو او دوامداره سولې ته نږدې کړي.”
نوموړی وايي، د طالبانو او افغان حکومت له خوا د اختر په ورځو کې د اوربند هرکلی کوي او هیله یې دا ده چې افغان امنیتي ځواکونه خپل خدمت ته دوام ورکړي.

ورته مهال په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن ویلي، تمه لري چې دواړه خواوې به خپلې ژمنې عملي او ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.
یوناما هم د افغان حکومت او طالبانو له لوري د درې ورځني اوربند هرکلی وکړ.
یوناما وايي، ” د پاتې بندیانو خوشې کول او د تاوتریخوالي کمېدل به د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پيل لپاره زمینه برابره کړي.”
طالبانو پرون اعلان وکړ چې د اختر په مناسبت موقت اوربند کوي.
د طالبانو تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر خپلو وسلوالو غږ کړی چې د لوی اختر په دریو ورځو کې پر مقابل لوري هېڅ برید ونکړي، خو که پر دوی برید وشو نو بیا دې کلک ځواب ورکړي. د طالبانو له دې اعلان لږ ساعت وروسته افغان حکومت هم له خپل لوري د اختر دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټر پانه لیکلي:
“د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې د طالبانو ډلې د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی کوي د اوربند اعلان یو مهم ګام دی، اما د افغانستان خلک د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو ډلې ترمنځ د دوامدار اوربند او د سولې مذاکراتو د پیلولو غوښتونکي دي “.
طالبانو ویلي، که د اختر ورځو کې د حکومتي ځواکونو لخوا پر دوی برید وشو نو دوی به کلک ځواب ورکوي.
ولسمشر غني پر افغان امنیتي ځواکونو غږ کړی چې تر هغې چې د طالبانو لخوا اوربند نه وي مات شوی، امنیتي ځواکونه دې د دې ډلې پر ضد عملیات نه کوي.
د اوربند په تړاو د طالبانو اعلامیه کې راغلي، دا پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې هېوادوال د لوی اختر ورځې په ارامه فضا کې کې تېرې کړي.