د افغانې نجلۍ شربت ګلې پر انځور د پنجشنبې په ورځ په پولنډ کې بولۍ وشوه چې په ډېره لوړه بیه وپلورل شو او ریکارډ یې جوړ کړ.
د بولۍ یوې پولنډۍ کمپنۍ دیسا یونیکوم تېره ورځ د یو راپور په خپرولو سره ویلي، د افغانې ګډوالې نجلۍ شربت ګلې انځور په ۲۸۳۰۰۰ زلوتي پولنډیو چې له اویا زره امریکایي ډالرو ډېرې پېسې کېږي وپلورل شو.
د بولۍ دغه پولنډۍ کمپنۍ ویلي، د شربت ګلې انځور په ټول پولنډ کې په لوړه بیه د پلورل کېدو ریکارډ جوړ کړ.
د افغانې نجلۍ شربت ګلې انځوز په ۱۹۸۵ کال کې په پېښور کې د کډوالو په یو کمپ کې امریکایي انځور ګر سټيف مک کري واخیست او د نېشنل جیوګرافیک مجلې په پوښتۍ یې خپرو کړ.
شربت ګله په دغه انځور کې د ښکولو شنو سترګو له کبله د کډوالو په سمبول بدله شوه.
افغان مېرمنه شربت ګله چې اوس یې عمر کابو پنځو کاله کېږي په کابل کې د افغان دولت له خوا په ورکړي کور کې اوسېږي.