د افغانستان ۱۹ کلنې کرکت لوبډلې د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په څلورمه لوبه کې متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
په ننۍ لوبه کې متحده عربي اماراتو لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په زیان سره په ۳۶،۳ اورونو کې د ۸۹ منډو هدف افغان لوبډلې ته وټاکه.
د لوبې په دوهمه پاڼې کې افغان ۱۹ کلنو لوبډلې په ۲۱،۲ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو سره یاد هدف پوره کړ.
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې تر دې دمه په څلورو لوبو کې درې لوبې ګټلې دي چې دوه یې له متحده عربي اماراتو او یو هم له پاکستانۍ لوبډلې څخه ده.
ټاکل شوې چې افغان لوبډله به د راتلونکې سې شنبې په ورځ د پاکستان له لوبډلې سره د یادې لوبلړۍ په پایلوبه کې ډګر ته ښکته شي.
Home » افغانستان » د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۸ ویکټو په توپير ماتې ورکړه.