د افغانستان ۱۹ کلنو کرکت لوبډلې د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې پاکستان لوبډلې ته د ۲۵۱ منډو هدف وټاکه.
د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه پیل کړه چې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په زیان سره د پاکستان لوبډلې ته د ۲۵۱ منډو هدف ورکړ.
د افغان لوبډلې له لوري په توپوهنه کې برکت الله ابراهیمزي ۷۹، نظیف الله امیري ۵۶ او فیصل خان ۴۱ منډې جوړې کړې.
څو شېبې وروسته به افغان ځوانان د یاد هدف په دفاع کې خپله توپ اچونه پیل کړي او پاکستان لوبډله به توپوهنه کوي.
له دې وړاندې افغانستان په څلورمه لوبه کې متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړې وه.