د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې سیالې لوبډلې ته په پنځوس اورونو کې د ۲۸۷ منډو هدف ورکړ.
په دغه لوبه کې لومړۍ توهنه افغان لوبډلې پيل کړه چې، د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره یې وکولای شول زمبابوې لوبډلې ته د ۲۸۷ منډو هدف وټاکي.
د افغان لوبډلې په ګټه صدیق الله اتل ۱۰۴، عبدالمالک ۸۴، لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۲۹* او محمد نبي ۱۸ منډې جوړې کړې.
دغه سیالي چې د زمبابوې په پلازمېنې هراري په لوبغالي کې روانه ده، چې افغان لوبډله به په څو شېبو کې د خپلې توپ اچونې پاڼۍ پیل کړي.