د شل اووريز نړيوال جام د سيالو په لړ کې ټاکل شوې نن د افغانستان ملي لوبډله د سکاټلنډ پر وړاندې خپل لومړنۍ لوبه ترسره کړي.
د ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي عسیخېل رسنيو ته ويلي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړيوال شل اووريز جام کې د لوبېدو لپاره بشپړ چمتووالی او لوړ مورال لري چې له همدې کبله به زياتې لاسته راوړنې ولري.
سکاټلنډ د دغه جام په لومړي پړاو کې دوو لوبو په ګټلو سره د جام په دويم پړاو کې له افغانستان سره مخ کېږي. ټاکل شوې د افغانستان او سکاټلنډ لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام شپږ نيمې بجې پيل شي.
افغانستان له دې وړاندې دوې دوستانه لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه يې سوېلي افريقا ته وبايلله او دويمه هغه يې بيا له ويسټانډيز لوبډلې وګټله.
افغانستان او سکاټلنډ له ۲۰۱۳م کال راهیسې پنځه شل اووریزې لوبې کړې چې پنځه واړه افغانستان ګټلې دي. دواړه لوبډلې د وروستي ځل لپاره د ۲۰۱۶ کال په نړیوال جام کې مخامخ شوې وې چې هغه مهال افغانستان په ۱۴ منډو لوبه ترې ګټلې وه.