Home » سپورټ » د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د نيوزېلنډ لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د نيوزېلنډ لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي

ټاکل شوې چې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام د لوبو په ترڅ کې نن يک‌شنبه د (لړم په ۱۶مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نيوزېلنډ لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.

نن د افغانستان او نيوزېلنډ لوبډلې هڅه کوي چې له يوه او بل څخه نننۍ سيالي په لوی توپير وګټي، څو د نړيوال جام نيمه پايلوبې ته نسبي لار ومومي.

د لوبډلو په دې لومړي ګروپ کې پاکستان د څلورو لوبو په ګټلو سره ۸ امتيازونه لري او د ګروپ په سر کې يې ځای خپل کړی. نيوزېلنډ د ۶ امتيازونو په لرلو سره دويم خو افغانستان او هند بيا ۴ امتيازونه لري چې د ګروپ په جدول کې يو بل پسې درېيم او څلورم ځای لري.

د افغانستان او نيوزېلنډ ملي لوبډلو ترمنځ نننۍ سيالي ټاکل شوې نن ماسپښين دوې نيمې بجې پيل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...