Home » افغانستان » د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د ايرلېنډ له لوبډلې سره لوبه کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د ايرلېنډ له لوبډلې سره لوبه کوي

له ايرلېنډ لوبډلې سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبو مهال‌وېش له مخې، ټاکل شوې چې نن سې‌شبنه د اګسټ په ۹مه، دواړه لوبډلې د يوه او بل پر وړاندې لوبه وکړي.

نننۍ لوبه د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د شل اووريزې لوب‌لړۍ چې تازه شروع کېږي، لومړۍ لوبه ده.

له دې وړاندې هم د افغانستان او ايرلېنډ لوبډلو د کرکټ د بېلابېلو فارمټونو لوبې ترسره کړي، چې ډېری هغه يې افغان لوبډلې ګټلي دي.

ټاکل شوې چې د افغانستان او ايرلېنډ د کرکت ملي لوبډلو ترمنځ نننۍ سيالي د افغانسان پر وخت د مازدېګر مهال پيل شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...