د کرکټ تر ۱۹ کلونو د کمعمره لوبډلو د اسیايي جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان او سریلانکا سره سیالي کوي.
د سریلانکا له نولس کلنو کم عمره لوبډلې دافغانستان پر وړاندې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه دغه لوبه د شارجې د کرکټ په میدان کې ترسره کېږي.
د ویلو ده چې د یادو سیالیو په لړ کې جمعه افغانستان د بنګلهدېش په وړاندې ماتې وخوړه.
دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ تر ۱۹ کلونو کمعمره لوبډلو د اسیايي جام سیالۍ چې ۸ ډلې پهکې برخه لري، د متحده عرب اماراتو په کوربه توب تېره جمعه پیل شوې او د لیندۍ په ۱۸مه ختمېږي.