د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکوي چې ملي لوبډله به د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې په خپل کوربه توب د سوېلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبې وکړي.
یادې ادارې چهارشنبه ( ۱۰ د اسد) پر خپل فیسبوک پاڼه خپاره کړي، چې له جنوبي افریقا سره به لوبې په متحدوعربو اماراتو شارجه لوبغالي کې د افغانستان په کوربتوب ترسره شي چې په ترتیب سره به د سپتمبر په ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۳مه نېټه وي.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان د سوېلي افریقا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کوي. له دې وړاندې دواړه لوبډلې یوازې په نړیوالو جامو کې د یوه بل پر وړاندې لوبېدلې دي.
له دې څو ورځې وړاندې افغان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې د سپتمبر په میاشت کې له نیوزلنډ سره د ټست یوه لوبه هم کوي د ټست دا لوبه به په هند کې د افغانستان په کوربهتوب وشي.
همدا راز کرکټ بورډ چارواکو ویلي چې د ۱۹ کلنو لوبډله به یې د متحدو عربو اماراتو او پاکستان سره په یو درې اړخیز سیریز کې مخامخ شي.
د یادولو ده، د دغو دریو هېوادونو ترمنځ د لوبو دا لړۍ د نومبر په ۱۵ نېټه پېلېږي او په ۲۶ ختمېږي.